د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د جلال آباد - تورخم لويې لارې څخه له نږدې لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۱:۴۷
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د جلال آباد - تورخم لويې لارې څخه له نږدې لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د ننګرهار  د ټولګټو رئیس يې ملتیا کوله د جلال آباد - تورخم لويې لارې له دويم لین څخه له نږدې لیدنه وکړه.

د جلال اباد - تورخم لویه لاره چې ۷۵ کیلو متره اوږد والی لري، رغنیزې چارې يې د ګاونډي هېواد پاکستان لخوا پرمخ وړل کېدلې
خو چارې يې بشپړې شوي نه وې،  دغه  راز دټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دي اړه و ويل  که چېرته د ياد سړک کار د پاکستان هېواد لخوا بیا پيل نشي، ټولګټو وزارت به یې په راتلونکې کال کې د ترميم او غونې کار بشپړ کړي. 
دیادونې وړ ده چې دیاد وزارت سرپرست وزیر د جلال آباد - تورخم لویې لارې پر مسیر د دوو پایې پلونو د لعل پورې او فرضي کرښې ته نږدې له یو بل پل څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه ولایت کې د جلال آباد ښار اړوند د نهمې حوزې او د تورخم بندر ته څيرمه دوه پايو تلو څخه هم لیدنه وکړه او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې د يادو پُلونو د تخریب شويو پايو  د بیارغونې چارې دې په چټکۍ  سره تر سره کړي تر څو د دغو پلونو د لا تخریب مخه ونیول شي. 
دغه راز د ننګرهار ولایت مقام ودانۍ په جوړه شوي ناسته کې  د اسلامي امارت د ریاست الوزا اقتصادی مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخوند، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني، قومي مخورو، یو شمېر سیمه ییزو مسولینو او ملي پانګوالو پکې ګډون کړی وو د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر دخپلو خبرو پرمهال د کابل - جلال آباد لویې لارې د دويم لین سړک د رغولو یادونه وکړه او وه يې ويل « ما شخصاً د کابل - جلال آباد د دويم لین څخه له نږدې لیدنه کړې ده او تخنيکي ټيمونه مو هم د ياد مسیر څخه د لیدنې په موخه ساحې ته لېږدولي، ټولګټو وزارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخند سره په ګډه همکارۍ بشپړ چمتووالی لري چې د افغانستان اسلامي امارت له زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله سره موضوع شریکه او د مالي لګښت په تمویلیدو سره به يې د رغونې کار پيل کړي». 

3 months 1 week ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۸:۵۶
Background image

وزیر فواید عامه با شماری از نماینده گان شرکت‌های ساختمانی ترکیه دیدار نمود

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه ا.ا.ا، در حالى‌ که شماری از رؤسای این وزارت حضور داشتند، با محترم بولنت بیلگی، نماینده شرکت‌های ساختمانی ترکیه (MVG)، در دفتر کاری‌اش. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۲:۲۱
Background image

کار اعمار ۱۸ کیلومتر سرک ولسوالی کشنده ولایت بلخ به ارزش ۴۵۰ میلیون افغانی آغاز شد

از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار دیزاین و اعمار ۱۸ کیلومتر سرک ولسوالی کشنده ولایت بلخ به ارزش ۴۵۰ میلیون افغانی با حضور داشت محترم الحاج مولوی عبد الکریم فاتح معین تخنیکی وزارت فواید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۱۱
Background image

کار اعمار لات اول ۳۰ کیلومتر سرک سرپل – فاریاب به ارزش بیش از یک میلیارد و ۲۵۰ میلیون افغانی آغاز شد

از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار اعمار لات اول ۳۰ کیلومتر سرک سرپل – فاریاب به ارزش بیش از ۱ میلیارد و ۲۵۰ میلیون افغانی در حضور داشت محترم الحاج مولوی عبدالکریم فاتح معین تخنکی وزارت. . .

BACK TO NEWS