په سنبله میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۲۱۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Thu, Sep 25 2025 1:24 PM
په سنبله میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۴۲۱۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۴۲۱۷۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۲۹۴۴۸۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۹۸۹۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۴۴۶۲ ټنه او د خواف –هرات ۵۲۸۶۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۴۲۱۷۰۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

 د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په سنبلې مياشت کې ۱۹۴۶ ټنه ټرانزیت او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ،د انارو جوس وریژې دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

3 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS