داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هلمند ولایت د مهاجر بازار د ترازو د وصل او کانکریټ اچونې پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوي؛ترڅو د «هلمند ولایت د مهاجر بازار د ترازو د وصل او کانکریټ اچونې پروژې» د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقمندان کولای شي د شرطنامې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي تدارکاتو د(https://tenders.ageops.af ) افغانستان له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په سرتړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۹ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۹ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د مقر په جومات کې ترسره شي.
