د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر معرفي شو

mopw_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۲۳
د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر معرفي شو

د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر معرفي شو

د ا.ا جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳/۷/۱۳۹۹ نیټې د ۱۷۵۵ ګڼه حکم پر اساس، محترم نجیب الله یمین د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر په توګه وټاکل شو په هغه غونډه کې چې د پنج شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ د تلي په ۱۷ نیټه په همدې موخه جوړه شوي وه، د ا.ا جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومې رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي له خوا د ټولګټو وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومې رئیس ښاغلي فضل محمود فضلي، د ا.ا جمهوري ریاست د عالي مقام یاد شوی ګڼه حکم ولوست ویې وویل: ښاغلی یمین د هیواد یو لایق، مسلکي او تخنیکي کادر دی او په داسي حال کې د ټولګټو وزارت د رهبرۍ مسوولیت ورته سپارل کیږي چې هره ورځ د هیواد په مختلفو برخو کې د تروریستي ډلو له خوا د سړکنو د ویجاړي شاهد یوو. د افغانستان حکومت ژمن ده چې د سړکونو ویجاړي شوي برخې بیاورغوي او موږ په دې برخه کې د ښاغلي یمین پاملرنه غواړو او همکاري یې کوو.

همدارنګه د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس د ټولګټو وزارت مخکني سرپرست محمد یما شمس له کړنو او زحمتونو څخه مننه او قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې ښاغلي شمس د کار په جریان کې د ا.ا جمهوری ریاست جلالتمآب رئیس، خوښي تر لاسه کړې.

ورپسې د ټولګټو وزارت مخکني سرپرست، ښاغلي یمین ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: په ټولګټو وزارت کې د کار د ښه والي او اصلاحاتو راوستلو په موخه یو لړ اقدامات شوي دي او ډاډه یم چې دا لړی به دوام ولري. هغه همدارنګه د وزارت د کارکونکو له هر اړخیزي همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

ورپسې، د ټولګټو وزارت سپرست او نوماند وزیر ښاغلي انجنیر نجیب الله یمین د ا.ا جمهوري ریاست جلالتمآب رئیس، له باور څخه مننه او قدردانی وکړ او ویې ویل: انجنیران د یوه هیواد د بیارغوني انجن دي او هغوی یې د هیواد د رغولو لپاره د فکر د تولید سرچینه وبلل او د دې وزارت د ټولو کارکونکو په هر اړخیزه همکارۍ یې ټینګار وکړ.

د ټولګټو وزارت سرپرست او نوماند وزیر زیاته کړه: د ا.ا جمهوری ریاست جلالتمآب رئیس، تګلاره دا ده چې افغانستان د سیمې د ټرانزیټ په څلور لارې بدل شي؛ د ا.ا جمهوری ریاست د عالي مقام د دې تګلاري د تحقق په موخه باید محلي اتصال ته پاملرنه وشي تر څو سیمه ایز اتصال ته ورسیږو او د افغانستان ټولي زیربیناوې د ټرانزیټ په څلور لارې بدلي کړو، باید ورغیږي.

هغه ټینګار وکړ چې زموږ تګلاره له مصرفي حالت څخه د عایدو سرچیني ته د هیواد لپاره د ټولګټو وزارت بدلول دي او زموږ هدف د خصوصي سکټور وده، داخلي ظرفیتونو تقویت او له هغو څخه ګټه اخیستنه، د انحصار کلتور له منځه وړل، په ټیټ قیمت د کیفیت لوړول، دندو او کاري فرصتونو رامنځته کول او په هیواد کې د سړکنو ساتنه او څارنه ده.

دیادلو وړ ده چې ښاغلی انجنیر نجیب الله یمین په ۱۳۷۹ هـ ش کې لیسانس سند کابل پوهنتون انجنیري پوهنځۍ سیول (Civil) څانګي څخه، د ماسټري سند یې په ۱۳۷۸ هـ ش. ټالینډ شاهي هیواد کې له مهیدول(Mahidol) پوهنتون څخه د طبعي سرچینو جامع مدریت په څانګه کې او ورسته یې د فوق ماسټري سند په ۱۳۹۳ هـ ش. د امریکا متحده ایالاتو ایالتي پوهنتون مشیګن (Michigan) څخه د طبعي منابعو په برخه کې لاسته راوړی،هغه همدارنګه په ملي او نړيوالو ادارو کې ۲۰ کاله کاري تجربه لري.

1 year ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

کاراعمار یک محراب مسجد در ولسوالی اندر ولایت غزنی با ۸۵درصد پیشرفت فزیکی جریان دارد

پروژه اعمار یک محراب مسجد در ولسوالی اندر ولایت غزنی بر اساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی ازسوی وزارت فوایدعامه ا.ا.ا، با  یک شرکت خصوصی قرارداد شده است و در حال حاضر کار آن. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

دست‌آوردهای سال ۱۴۴۷هـ.ق وزارت فواید عامه در برنامه حکومت در آینه مطبوعات ارائه شد

محترم مولوی ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی مرکزی ا.ا.ا، امروز در چارچوب برنامه‌ی حکومت در آینه مطبوعات، دست‌آوردهای سال ۱۴۴۷هـ.ق وزارت فواید عامه را ارائه کرد.

محترم مولوی ذبیح‌الله مجاهد گفت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۳۰
Background image

گزارش مکمل فعالیت‌ها و دستاوردهای وزارت فواید عامه در سال ۱۴۴۷ هـ.ق

 وزارت فواید عامه از جمله وزارت‌های مهم سکتوری کشور به شمار می‌رود که مسئولیت اعمار و باز سازی سرکها، پل‌ها، پلچک‌ها، خطوط آهن ،حفظ و مراقبت زیربناهای ترانسپورتی و همچنان اعمار مساجد در. . .

BACK TO NEWS