په کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د تابین پُل جوړ او رسماً گټې اخيستنې ته وسپارل شو:

ashraf_admin
Sun, Jun 26 2022 10:44 AM
په کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د تابین پُل جوړ او رسماً گټې اخيستنې ته وسپارل شو:

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ ترټولو لوی او مهم پُل چي په تېرو جگړو کې یې درېیمه برخه ویجاړ سوې وه، د کندهار ټولگټو چارو ریاست له لوري د دریو میاشتو په موده کي د ۴،۱ میلیونه افغانیو په لگښت جوړ او نن رسماً گټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د یاد پُل د گټې اخیستنې په مراسمو کې د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ترڅنگ د کندهار ښاروال حاجي نعمت‌الله حسن، د ارغنداب ولسوال ملا محمد ادم اعجمي، د کندهار والي ځانگړي استازي قاري عبدالسلام عمري، د سیمي اوسېدونکو او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

په يادو مراسمو کې مسؤلينو وویل، چې دا پُل په تېرو جگړو کې ویجاړ سوی وو د ولایتي ادارې له لوري د ټولگټو چارو ریاست ته دنده سپارل سوې وه، چې دا پُل ژر تر ژره جوړ کړي، ترڅو د ارغنداب خلگو ته د تگ راتگ پرمهال اسانتیاوې رامنځ‌ته سي، په خوښۍ سره د پُل کارونه په بشپړه توگه خلاص او د خلگو پر مخ نن رسماً پرانیستل سو.

د ټولگټو چارو وزارت رسنیز دفتر

.

7 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS