داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د بازار په مرکز کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند ځمکې د اجارې خبرتیا

kalim_admin
اعلان اجاره دهی کرایه دهی موازی حدود (90) مترطول و (25) متر عرض زمین ملکیت ریاست محترم حفظ و مراقبت سالنگها واقع مرکز بازار ولسوالي خلجان ولایت بغلان

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه چې شاوخوا (۹۰) متر اوږدوالی او (۲۵) متر پلنوالی لري او د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ملکیت ده، چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د بازار په مرکز کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې د پانګونې علاقه لري، کولای شي د شرطنامې سکن د دې وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو له آمریت څخه د غوښتنې پر بنسټ ترلاسه کړي؛ او د یادې ځمکې لپاره خپل اغېزمن، عملي او اقتصادي طرحه چمتو کړي او د (۱۴۰۵/۲/۲) نېټې، چې د چهارشنبې ورځ ده، د سهار تر (۱۰) بجو پورې، چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، د ګډون لپاره مراجعه وکړي.

که چېرې ګډون کوونکی استازی وي، باید د رسمي وکالت خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.

طرحې باید لاندې موارد ولري:


۱- د تاسیساتو ابتدایي طرحه او اړونده نقشه
۲- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل
۳- د پروژې د تطبیق مهال وېش
۴- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې
۵- د اجارې موده (داوطلب باید د خپلې غوښتل شوې مودې موده په کلونو او میاشتو مشخصه کړي)
۶- د میاشتني کرایې اندازه (داوطلب باید خپله وړاندیز شوې کرایه په واضح او مستدل ډول بیان کړي)
۷- د یادې ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو لپاره الزامي ده

د مزایدې وروستۍ نېټه او د طرحو پرانیستل: (۱۴۰۵/۲/۲) د سهار (۱۰) بجې

د اجرا تضمین: د بریالي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین باید د بانکي ګرنټۍ یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې شي.

یادونه: که چېرې د (۱۴۰۵/۲/۲) نېټه په ناڅاپي ډول د حکومت له خوا رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د طرحو پرانیستل به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۳
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی-  پروژه ساختمان پل جدید در ساحه شاه‌ قدم ولسوالی خاک افغان ولایت زابل

وزارت فواید عامه از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی «پروژه ساختمان پل جدید در ساحه شاه‌ قدم ولسوالی خاک افغان ولایت زابل» اشتراک نمایند.

داوطلبان می‌توانند . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هلمند ولایت د مهاجر بازار د ترازو د وصل او کانکریټ اچونې پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په  شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوي؛ترڅو د «هلمند ولایت د مهاجر بازار د ترازو د وصل او کانکریټ اچونې پروژې» د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمندان کولای . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د نیمروز ولایت د دلارام ترازو د سړک د وصل او کانکریټ اچونې او د جذبي څاه د کیندلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوي؛ترڅو د «نیمروز ولایت د دلارام ترازو د سړک د وصل او کانکریټ اچونې او د جذبي څاه د کیندلو پروژې» د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون . . .

Back to tenders