د تړون د اعطاء د پرېکړې خبرتیا؛د کابل، هرات او لوګر د تلو د اړتیا وړ د شپږو حلقو څاګانو د کیندلو پروژې

kalim_admin
د تړون خبرتیا

د تدارکاتو د قانون درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري چې د کابل، هرات او لوګر د تلو د اړتیا وړ د شپږو حلقو څاګانو د کیندلو پروژې تړون چې د MOPW/1403/W-014/NCB پېژندې ګڼې درلودونکی دی د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل په اساس د ریفارمر ساختمانی او انجینیری شرکت ته چې  D-32656 جواز لرونکی دی،  په 4,384,200 څلورمیلیونه، درې سوه څلوراتیا زره او دوه سوه افغانی) ټولیزه بیه ورکول کیږي.

ټول حقیقي او حکمي کسان چې هر ډول نیوکې ولري کولای شي خپلې نیوکې د خپرېدو د نېټې څخه تر اووه تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د هغو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ملالۍ واټ، د پخوانۍ وزارت داخلې پر لارې او د معلوماتو او سرشمېرنې ملی ادارې تر څنګ موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به دا تړون ونه تړل شۍ.

...

۱ کال 7 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۵۵
Background image

د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ دلنډ وخت لپاره تړل شوې دي

سالنګونو: د سالنګونو لویه لار نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د واورې تيز اورښت، طوفان او د لیدو ساحې د محدوديت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، خو د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د درنو موټرچلونکو د پام وړ!

ټولګټو وزارت روان کال د سالنګونو لویېلارې د پلان شویو برخو کار نوی بشپړ کړی دی، په همدې اساس یاد وزارت د وسایطو له ټولو موټر چلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې لاندي دوه ټکو ته دې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۰:۷
Background image

د قرارداد د ورکړی تصمیم خبرتیا-د جوزجان – بلخ د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، د جوزجان – بلخ د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه په قرارداد ورکړي، چې(MOPW/1403/W-041/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو . . .

Back to announcements