د قرار داد د وړکرې د تصمیم خبرتیا-د میدان وردګو ولایت د ۲۹۵ کيلومتره اتو مسیرونو سړکونو د ژمي د واورې پاکولو د پروژې د قرارداد د ورکړي خبرتیا!

kalim_admin
اطلاعیه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ ه.ش کال لپاره د میدان وردګو ولایت د ۲۹۵ کيلومتره اتو مسیرونو سړکونو د ژمي د واورې پاکولو پروژې په قرارداد ورکړي، چې د (MOPW/1403/NC-38/NCB-RED) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم کوثر کهکشان ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د جواز نمبر (706121) لرونکی دی، د 4،004،000 څلور میلونه څلور زره افغانیو په مبلغ په قرارداد ورکړي.
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي

 

...

۱ کال 7 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۰:۵۵
Background image

د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ دلنډ وخت لپاره تړل شوې دي

سالنګونو: د سالنګونو لویه لار نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د واورې تيز اورښت، طوفان او د لیدو ساحې د محدوديت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، خو د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۱:۵۴
Background image

د درنو موټرچلونکو د پام وړ!

ټولګټو وزارت روان کال د سالنګونو لویېلارې د پلان شویو برخو کار نوی بشپړ کړی دی، په همدې اساس یاد وزارت د وسایطو له ټولو موټر چلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې لاندي دوه ټکو ته دې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۰:۷
Background image

د قرارداد د ورکړی تصمیم خبرتیا-د جوزجان – بلخ د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، د جوزجان – بلخ د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه په قرارداد ورکړي، چې(MOPW/1403/W-041/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو . . .

Back to announcements