پروان: په بګرام کې د باریک آب پُل د تحکیم کاری کار د څه کم ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media_admin
پروان: په بګرام کې د باریک آب پُل د تحکیم کاری کار د څه کم ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ټولګټو وزارت لخوا؛ د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د باریکاب پل د تحیکم کاري چارې بشپړي او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یو شمېر ولایتي مسؤولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پل ۳۵ متره اوږدوالی او ۳۴ متره پلنوالی لري، چې د سیلابونو اله امله ویجاړ شوی و او د تحکیم چارې یې د ټولګټو وزارت لخوا له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوي وې، چې لګښت یې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکړل شوی.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت د ترانسپورت رئیس مولوي عبدالولي محمد د پروژې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندي کړل، د یاد ولایت ټولګټو چارو رئیس مولوي عزت الله عارف د خبرو پرمهال د ژمي په موسم کې د واورې پاکولو تر څنګ د مټک – غوربند او د جبل السراج سړک د ترمیم او بیا رغونې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې د نورو پروژو د تطبیق پلان هم لري.

دغه رازد باریک آب ولسوالۍ ولسوال د خلکو په استازيتوب خبري وکړې او د ټولګتو وزارت څخه یې د مننې ترڅنګ د نورو پروژو د پلې کیدو غوښته وکړه.

د باریکاب پُل، د کابل – شمال پر مسیر موقعیت لري، چې لوړتناژ باروړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي او دورستیو اورښتونو او سیلابونو له امله تخریب شوی و.

د یاد پل په ترمیم او بیارغونې د سیمې خلک خوښ دي او له ټولګټو وزارت څخه د نورو پروژو د تطبیق غوښتنه کوي. 

...

11 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۴ - ۱۰:۱
Background image

د ټولګټو وزارت د بشري منابع ریاست خبرتیا!

د ټولګټو وزارت د بشري منابع ریاست خبرتیا!

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

د سالنګونو لویې لارې دنن ورځې وضعیت

نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ، یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده. دامهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب لوري ته حرکت کوي او د ورځې په . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګونو لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال . . .

Back to announcements