خبرتیا!د سالنګونو لویه لار له لوی اختر وروسته د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل کیږي

kalim_admin
خبرتیا!

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کېدو په موخه یاده لویه لار له لوی اختر وروسته ( د ۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالحجې په ۱۳مه، چې د ۱۴۰۴ هـ. ش کال د جوزا میاشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري) د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ د روان کال د کاري پلان تر بشپړېدو پورې تړل کیږي.

ټولګټووزارت درنو هېوادوالو، سوداګرو او موټرچلوونکو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه د اصلي مسیر په یو خط کار کوي او له بل خط څخه هر ډول لنډیو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته د تګ اجازه ورکوي.

دغه راز مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳ ، ۴۰۴ ، ۵۸۰) وسایطو په شمول کولای شي، چې د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل( فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو، په ۲۴ ساعته ډول تګ راتګ وکړي.

 ټولګټو وزارت تر ډېره بریده هڅه کوي، چې یاده لویه لار په غوره کیفیت ورغوي او له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د يادې لويې لارې د روان کال کاري پلان تر بشپړېدو پورې له حوصله مندۍ څخه کار واخلي او په یاده برخه کې له ټولګټووزارت سره همکاري وکړي.

...

۱ میاشت 2 اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

Back to announcements