داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندهار – هرات پر عمومي لویه لاره د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کندهار – هرات پر عمومي لویه لاره د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، چې د فراه رود له دوراهي څخه د صفر (۰+۰۰۰) کیلومتر په نقطه کې پیل او د هرات ولایت د پولې په لور تر (۳۲+۱۰۰) کیلومتره پورې ده، ټوټل اوږدوالی (۱.۶۷۰) کیلومتره دی، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقهمندان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي سافت کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې https://tenders.ageops.af ))څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپلې وړاندیزپاڼې (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر او تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ تر ۳۰مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۳۰مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.
