داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د حسن کاریز پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د حسن کاریز پله د بیارغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-009/NCB) دی.
داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د قانون او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۳مې نیټې له غرمې مخکې تر 11:00 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۳مه، د سه شنبې ورځ له غرمې مخکي 11:00 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(400,000 AFN) یو لک او پنځوس زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، له غرمې مخکې 11:00 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

۱ کال 8 میاشتې ago

...

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۲۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- دوه پایه پلونو

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار لويې لارې اړوند د ميدان وردګ ولايت د دراني پُل او د ياد ولايت د پُل سرخ د ترميماتي پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د ترانسپورتي زیربنایي انسټیټیوټ د ریاست لپاره د اړینو تجهیزاتو د تدارک پروژه

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ،چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ترانسپورتي زیربنایي انسټیټیوټ د ریاست لپاره د اړینو تجهیزاتو د تدارک پروژه چې (  MOPW/1403/G . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتيا-د کندز ولايت د ايرګننک نيمکاره پله

د ټولګټو وزارت، ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کندز ولايت د ايرګننک نيمکاره پله د ( داوطلبۍ، نرخ‌اخيستنې او د مطلوبې سرچينې د ټاکلو په پروسه) کې ګډون وکړي د يادې . . .

Back to tenders