داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د سنګرمانده پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د سنګرمانده پله د بیارغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-007/NCB) دی.
داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د قانون او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۴مې نیټې له غرمې مخکې تر 10:00 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۴مه، د چهار شنبې ورځ له غرمې مخکي 10:00 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(400,000 AFN) یو لک او پنځوس زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۴مه، د چهار شنبې ورځ، له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅود کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۵۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو تدارک او نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت ټولو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو، تدارک او نصب پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/G-27 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت . . .

Back to tenders