داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د نوي کلي پُل د بیارغونې پروژه:
 ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نوي کلي پله د بیا رغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-005/NCB) دی، داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو په پام کې نیولو سره د قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۳مې نیټې د ماسپښین تر 03:09 پورې وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۳مه، د سه شنبې ورځ ماسپښین 03:09 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(300,000 AFN) درې سوه زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، د ماسپښین 03:09 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو پروژه

په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ  د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او مېخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د (۲۶) قلمه روغنیاتو او فلټرونو د تدارک او پېرلو پروژه

په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او مېخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د (۲۶) قلمه روغنیاتو او فلټرونو د تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅود کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د . . .

Back to tenders