داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا-د کابل په قره باغ سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه (۶،۳۲) جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
اجاره دهی موازی (6.32) جریب زمین ملکیت این وزارت واقع قره باغ ولایت کابل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل په قره باغ  سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه (۶،۳۲)ځمکې په کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي.

 له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د قوس ۲۴مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

۱-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

۲-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

۳-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

۴-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

۵-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

۶-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

۷-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :  (۱۴۰۴/۹/۲۴) - (   ۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال  (۱۴۰۴/۹/۲۴) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو پروژه

په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ  د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او مېخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د (۲۶) قلمه روغنیاتو او فلټرونو د تدارک او پېرلو پروژه

په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترانسپورټ او مېخانیکي تنظیم ریاست د اړتیا وړ د (۲۶) قلمه روغنیاتو او فلټرونو د تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅود کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د . . .

Back to tenders