د داوطلبۍ د بلنې خبرتيا
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت په ټولو شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د کابل-کندهار په لويه لار کې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اړونده د يوه محراب جومات د رغولو د پروژې په نرخ اخيستلو کې د واحدې سرچينې په توګه ګډون وکړي، ترڅو چې مطلوبه سرچينه وټاکل شي.
د بل احجامو او نورو تخنيکي اسنادو سافټ کاپي د ياد وزارت له تدارکاتو آمريت څخه لاسته راوړي او خپل سرتړلي افرونه د خپرېدلو د نېټه نه تر د (30/04/1403) نېټې پورې (د ماسپېښين د ۱۰ بجو نه مخکې) د ټولګټو د وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ واټ کې (د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک) د احصايې ملي ادارې ترڅنګه واقع دی؛ وسپاري. ناوخته رسيدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ په هممهاله توګه په پورته ياد شوي ساعت او نېټه کې د نرخ اخيستنې غونډه هم د داوطلبانو او ادارې د استازو په شتون کې ترسره کېږي. له نرخ اخيستنې وروسته د غونډې څخه د لاندې شرايطو او ټيت ترين نرخ په نظر کې نيولو سره د وزارت مقام د حکم پر اساس او د واحدې سرچېنې په توګه طي مراحل کېږي.
لاندې شرايط په پلان کې د تطبيق وړ دي.
۱ حد اقل د ودانيزو چارو معاملات د تدارکاتو قانونو او طرزالعمل له مخې مبلغ (43،500،000) افغانۍ وي.
۲ يو ورته قراداد د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې چې ارزښت يې حد اقل مبلغ د (29،000،000) افغانۍ او يا دوه ورته قراردادونه چې چې په ټوليزه توګه يې ارزښت حد اقل: مبلغ(41،500،000) افغانۍ وي.
۳ مالي ځواک: مبلغ(6،000،000) افغانۍ.
۴ د تضمين آفر مبلغ: د نرخ اخيستنې په لړ کې مبلغ( 1،100،000) افغانۍ) د تطبيق وړ ندي.