د داوطلبۍ د ورکړې د تصمیم خبرتیا-د ترانسپورتي چارو د تنظيم د رياست د اړتيا وړ ۱۴ قلمه ساختماني مواد چې د مرکزي ورکشاپونو دېوالونه ترميم او بامونه ايزوګام پروژی

media_admin
د ترانسپورتي چارو د تنظيم د رياست د اړتيا وړ ۱۴ قلمه ساختماني مواد چې د مرکزي ورکشاپونو دېوالونه ترميم او بامونه ايزوګام

د ټولګټو وزارت په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۳ ه.ش کال له پاره د ترانسپورتي چارو د تنظيم د رياست د اړتيا وړ ۱۴ قلمه ساختماني مواد چې د مرکزي ورکشاپونو دېوالونه ترميم او بامونه ايزوګام کړي، چې د (MOPW/1403/G-058/NCN) داوطلبۍ شمېرې درلوودونکی دی د انديشه پردیس شرکت ته چې (32879) جواز شمېرې لرونکی دی د (651940) په ټوليز قيمت سره ورکړي. 
هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مې مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو کاري ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نېټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

Back to announcements