د سالنګونو لويې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتيا!

kalim_admin
د سالنګونو لويې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتيا!

لکه څنګه چې ټول درانه هيوادوال خبر دي، چې لاهم په سالنګونو کې د واورې اورښت جريان لري، د سالنګونو د ساتنې او څارنې موظف ټيمونه هڅه کوي، چې واوره پاکه او ياد مسير په بشپړ ډول د ټرافيکو پرمخ پرانيزي.

ټولګټو وزارت له ټولو درنو هيوادوالو او موټر چلوونکو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې د شپې لخوا له اشد ضرورت پرته پر ياد مسير له تګ-راتګ څخه ډډه وکړي او د اړتیا په صورت کې له ياد مسير څخه د تګ-راتګ پرمهال باید لاندې قوانين مراعت کړي.

۱. وسايط بايد په ځنځيري چينونو او روغنياتو سمبال وي.

۲. افراد بايد ژمني ګرم لباسونه په تن ولري.

۳. موټر چلوونکي بايد ټرافيکي قوانينو او د موظفو ټيمونو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست ساحوي ټيمونه له واورې څخه ددغه مسير د بشپړې پاک کارۍ او موټر چلوونکو ته د لازمو لارښوونو ورکولو په موخه په ۲۴ ساعته ډول کار کوي، ترڅو هيوادوال له دغه مسير څخه د عبور پرمهال د ستونزو سره مخ نه شي.

۱۲ قوس د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements