د قرارداد د ورکړی خبرتیا-د غزني-زابل ولایتونو د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژې

media_admin
د غزني-زابل ولایتونو د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني-زابل ولایتونو د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژې په قرارداد ورکړي، چې(MOPW/1403/W-046/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم محمد شفیق صافي ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د جواز نمبر(۲۲۴۹۶D-) لرونکی دی، په کابل شهرنو مسلم کوڅه کې موقعیت لري په (۱۳،۰۸۰،۵۰۰) افغانیو په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي. 

...

2 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

Back to announcements