د قرارداد د ورکړی د تصمیم خبرتیا- د بلخ، هرات، نیمروز او پکتیا ولایتونو د ۹ پایو ترازوګانو او سولري سیسټم د فعالولو د قرارداد خبرتیا!

kalim_admin
د قرارداد د ورکړی د تصمیم خبرتیا- د بلخ، هرات، نیمروز او پکتیا ولایتونو د ۹ پایو ترازوکانو او سولري سیسټم د فعالولو د قرارداد خبرتیا!

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بلخ، هرات، نیمروز او پکتیا ولایتونو کې د ۹ پایو ترازوګانو او سولري سیسټم فعالولو پروژه  په قرارداد ور کړي ، چې( MOPW/1403/G-73/NCB)تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د یاران عدالت ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د (32879 )جواز نمبر لرونکی دی،چي د میدان وردګ (میدان ښار) کې موقعیت لري په (2,436,088 دوه میلیونه څلور سوه شپته زره و اته اتیا په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

Back to announcements