د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه توکو او وسایلو د تدارک او پېرلو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پلچرخي ترازو د درې قلمه توکو او وسایلو د تدارک او پېرلو د پروژې قرارداد، د مطلقې مؤجلې بیع پر اساس چې، د MOPW/1405/G-24/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، د اکمل احمدزي ساختماني انجینرۍ او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د (۶۷۶۱۸) جواز لرونکی دی او د شرکت پته یې کابل ولایت، د کابل ښار، کارته نو، دوهم سړک ده، د (۶۳۰,۰۰۰) شپږ سوه دېرش زره افغاني دي په ټولیزه بیه، د نافذو قوانینو او مقرراتو له مخې د قرارداد په توګه وکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغو چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې ټول قانوني اجراآت بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.
