د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د جلریز ولسوالۍ څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د ۲.۵۹ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو (د جلریز ولسوالۍ څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د ۲.۵۹ کیلومتره سړک د جوړولو پروژې) داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطياني، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطياني تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰:۰۰) مخكې له غرمي ظهر( ۱۴۰۴/۹/۱۹ هــ.ش) د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د احصائې او ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سړک، ملالۍ واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول ( ۱،۶۰۰،۰۰۰) افغانۍ دي او د آفر پرانیستې غونډه به ( ۱۴۰۴/۹/۱۹ هــ.ش) ( ۱۰:۰۰) بجې مخکې تر غرمې د تدارکاتو ریاست له لوري ترسره کېږي.
