د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د کشت پل او د میمنې – ګرزیوان سړک د جغل ترمیمولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزرات په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅود فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د کشت پل او د میمنې – ګرزیوان سړک د جغل ترمیمولو پروژې د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطياني، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطياني تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (10:00) مخكې له غرمي ظهر1404/5/29هــ.ش د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د سرشمېرنې ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سرک، ملالی واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول (400،000) افغانی دی او د آفر پرانیستې غونډه به ( 1404/5/29 هــ.ش (10:00 بجي مخكي تر غرمې د دې وزارت د تعمیر دریم منزل د غونډو په تالار کې دايريږي