د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د څلورپایه پلو، آغيل پل، قلاتک پل، هيجان پل او کفترخانې پل پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی-   پروژه چهار پایه پل ( پل آغیل پل ،قلاتک پل هیجان و پل دفترخانه (2) واقع در مسیر شاهراه عمومی کابل مزار شریف در مربوطات سالنگ ها لات دوم

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د څلورپایه پلو، آغيل پل، قلاتک پل، هيجان پل او کفترخانې (۲) پل پروژې چې د سالنګونو اړوند د کابل–مزارشريف عمومي لویې لارې په دوهم لاټ کې موقعيت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه:  1404/9/13 - (10:00)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول  ( 750,000 ) افغانۍ دي.

 د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.

يادونه: که چيرې د روان کال  1404/9/13  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

7 میاشتې 4 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۲۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د قرغه‌يي او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د داغ‌ګیرۍ لپاره د درې ډوله ساختماني موادو (مایع قیر، کرش او لرګي) تدارک او پېرودنه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې، د منظورۍ په شرط ترسره کېږي

د لغمان ولایت د قرغه‌يي او علینګار ولسوالیو د عمومي  سړکونو د داغ‌ګیرۍ لپاره د درې ډوله ساختماني موادو (مایع قیر، کرش او لرګي) تدارک او پېرودنه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې، د منظورۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د تخار ولایت د ټولګټو ریاست د اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

د ټولګټو وزارت اړوند، د تخار ولایت د ټولګټو ریاست اضافي ځمکه چې د یاد وزارت ملکیت ده، د دوکانونو د اعمار په موخه په اجارې ورکوي، دغه ځمکه په جنوبي برخه کې ۱۱۱ متره اوږدوالی او ۶ متره . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست په پام کې لري خپله ځمکه چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه  چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) . . .

Back to tenders