د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمول د پروژې د قرارداد خبرتیا

media_admin
د قرار داد  د ورکړې خبرتیا-د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمول د پروژه د قرارداد ورکړي خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ، چې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمول پروژه په قرارداد ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه:  1404/2/21 - (00:10)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (80000)اتیا زره افغانۍ دي.
د آفرونو وروستۍ نېټه: 21 /11/ 1403 (د یکشنبه سهار 00:10 بجې).

 د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.

يادونه: که چيرې د روان کال (1404/2/21) نېټه د حکومت لخوا په نا‌گاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

 

...

9 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د سیوات د ۴۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود ارزګان ولایت د سیوات د ۴۰ متره پل د جوړولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

 اعلاقه لرونکي داوطلبان کولای شي د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره پل د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره  پل د جوړولو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه . . .

Back to tenders