د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د سره پل د ترمیم د پروژې د قرارداد خبرتیا

media_admin
د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د سره پل د ترمیمو د پروژې د قرارداد خبرتیا

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو  ته بلنه ور کوی ، چې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د سره پل د ترمیم پروژه په قرارداد ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه:  1404/2/21 - (00:10)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (30000)دریش زره افغانۍ دي.
د آفرونو وروستۍ نېټه: 21 /11/ 1403 (د یکشنبه سهار 00:10 بجې).

 د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.

يادونه: که چيرې د روان کال (1404/2/21) نېټه د حکومت لخوا په نا‌گاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۲۴
Background image

د پروژې د قرار داد ورکولو بیا ځلې خبرتیا- د کابل- غزنی ټولپلازاوو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال د اړتیا وړدوه ډوله لرګي ( وچ بی پوسته بلوط او وچه بی پوسته ارچه) او د مایع ګاز (رسیدلي ساحې ته) د چمتو کولو او اخیستلو د پروژې قرار داد

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د کابل- غزنی (ارغندې او غزني) ټولپلازاوو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال د اړتیا وړدوه ډوله لرګي ( وچ بی پوسته بلوط او وچه بی . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د 1404 مالي کال لپاره، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست (17) قلم د اړتیا وړ چین پېرلو  پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو(د 1404 مالي کال لپاره، د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست (17) قلم د اړتیا وړ چین پېرلو  په پروسه (بیع مطلق موجل) پر بنسټ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲۳
Background image

د دواطلبۍ نېټې غځولو خبرتیا- د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو په . . .

Back to tenders