د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندهار ولایت د تخته ‌پل ولسوالۍ د نایب ویاله په سیمه کې د سیند پر سر د پياده رو لپاره  یو‌ پایه نوي کیبلي پل د  جوړولو پروژه

kalim_admin
 اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه ساختمان یک پایه پل جدید کیبلی پیاده رو در ساحه نائب ویاله بالای دریای دوری ولسوالی تخته پل ولایت کندهار

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو (د کندهار ولایت د تخته ‌پل ولسوالۍ د نایب ویاله په سیمه کې د سیند پر سر د پياده رو لپاره  یو‌ پایه نوي کیبلي پل د  جوړولو پروژې) د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطنامې، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطنامي تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰:۰۰) مخكې له غرمي ظهر( ۱۴۰۴/۹/۲۳هــ.ش) د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د احصائې او ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سړک، ملالۍ واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول ( ۳۵۰،۰۰۰)  افغانۍ دي او د آفر پرانیستې غونډه به ( ۱۴۰۴/۹/۲۳هــ.ش) (۱۰:۰۰) بجې مخکې تر غرمې د دې وزارت د تعمیر د تدارکاتو ریاست اول منزل  کې دايريږي

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۲۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو سون توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو . . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قرارداد

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو  د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قراردادچې د MO . . .

Back to tenders