د لویو لارو د بدیلو مسیرونو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
اطلاعیه وزارت فواید عامه در مورد مسیر های بدیل شاهراه ها!

ټولګټو وزارت د سالنګونو او کابل-کندهار لویې لارې د ترمیم او بیارغونې کار پیل کړی چې دا مهال یې د رغونې چارې عملاً جریان لري.
د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ په موخه په سیمه کې بدیلې لارې رغول شوې دي ترڅو د کار په جریان کې وسایط له یادو بدیلو لارو څخه تګ را تګ وکړي.
ټولګټو وزارت له ټولو هېواد والو او موټرچلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې له یادو مسیرونو څخه د تګ راتګ پرمهال ترافیکي قوانین مراعت کړي او د بیځایه مخکې کیدو( سبقت جویۍ) څخه دې په کلکه ډه ډه وکړي؛ ترڅو د زړه بوږنونکو پیښو  څخه مخ نیوی وشي.
ټولګټو وزارت له درنو هېواد والو او موټر چلوونکو څخه غواړي چې د یادو پروژو تر بشپړیدو پورې  له حوصلې څخه کار واخلي، د دغو پروژو له بشپړیدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. 

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د تړون د اعطاء د پرېکړې خبرتیا!

موضوع : د تړون د اعطاء د پرېکړې خبرتیا

په ډېر درنښت هیله کوو، لاندې خبرتیا د خپلې یوې ډېرې خپرېدونکې ورځپاڼې له لارې خپره کړئ.

د تدارکاتو د قانون درې څلوېښتمې مادې د (2) فقرې پر بنسټ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۹:۵۰
Background image

د تړون د اعطاء د پرېکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت په نظر کې لري چې د کابل، هرات او لوګر د تلو د اړتیا وړ د شپږو حلقو څاګانو د کیندلو پروژې تړون چې د MOPW/1403/W-014/NCB پېژندې ګڼې درلودونکی دی د تدارکاتو د قانون او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۱:۴۹
Background image

د لویو لارو د بدیلو مسیرونو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټولګټو وزارت د سالنګونو او کابل-کندهار لویې لارې د ترمیم او بیارغونې کار پیل کړی چې دا مهال یې د رغونې چارې عملاً جریان لري.
د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ په موخه په . . .

Back to announcements