د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
د ټولپلازاوو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

ټول هيوادوال په جريان کې دي، چې د ا.ا.ا د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د (206) او (1930) ګڼو حکمونو پر بنسټ د کابل –غزني، کابل – جلال آباد، سالنګونو او یو شمیر نورو لویو لارو په اوږدو کې د ټولګټو وزارت لخوا د سړکونو د رغونې په موخه ټولپلازاوې فعاله شوې دي. 
په همدې اساس ټولګټو وزارت؛ د ملي دفاع له محترم وزارت، د کورنیو چارو له محترم وزارت، د استخباراتو له محترم لوی ریاست او د نورو اړونده نظامي ارګانونو له مسؤلینو او ټولو مجاهدينو څخه په ډیر درنښت هیله کوي، چې که څه هم د فعاله ټولپلازاوو په مسيرونو کې له دولتي پلیټ لرونکو وسایطو څخه د تګ راتګ پرمهال پیسې نه اخیستل کیږي، خو هغه وسایط چې شخصي پلیټ ولري او نظامي کسان ورڅخه ګټه اخلي؛ بايد پر یادو لویو لارو د تګ راتګ پرمهال د ټولپلازا تعیین شوی محصول اړوند مسؤلینو ته ورکړي. 
ټولګټو وزارت له ټولو محترمو مجاهدینو څخه په ډير درنښت هیله کوي، چې د ټولګټو وزارت د ټولپلازا برخې له کارکوونکو سره همکاري وکړي او د ټولپلازا لرونکو لويو لارو څخه د عبور پرمهال هغوی ته ستونزې رامنځ ته نه کړي.
درانه هيوادوالو بايد ډاډه اوسي، چې له ټولپلازاوو څخه راټول شوي عواید په یو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي او بيرته د همدې لویو لارو او سړکونو په رغونه مصرف کيږي

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements