داوطلبۍ ته د بلنې اعلان

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې اعلان

Publish Date

Closing Date

 

ټولګټو وزارت له ټولو داوطلبانو/ لیوال پانګوالو څخه، چې مالي وړتیا، ماشینري، تجهیزات، تخنیکي او فني پرسونل، ظرفیت، وړتیا، تخنکي، فني او مسلکي مهارتونه ولري او دغه راز په شرطپاڼه کې اړوند یاد شوي شرایط بشپړولی شي، بلنه ورکول کیږي، چې
چې د سالنګ د لویې لارې د اساسي ترمیم او بیا رغونې پروژه چې 30 کیلو متره اوږدوالی لري، لکه څرنګه چې 10 کیلو متره کانګريټي او 20 کیلومتره یې په آسفالت او اساسي ډول رغول کیږي، چې د اولنګ او دوشاخ پلونه هم پکې شامل دي.
د ترمیم په دواطبۍ کې چې د معدن د استخراج یا د ټول پلازې په شکل ترسره کیږي ګډون وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه ورسته تر ورستۍ نیټې پورې ټولګټو وزارت ته وسپاري. د ساحې لیدل، د ذکر شوې لویې لارې ( سالنګ لویې لارې) د سړک د ترمیم اړوند ارقام او احجامو تحلیل او همدارنګه د د تجهیزاتو، ظرفیت، مهارت او تخنیکي او مالي وړتیا او په شرطپاڼه کې یاد شویو شرایطو بشپړول حتمي او اړین دي. د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د فلش/ میموري په واسطه د ټولګټو وزارت څخه، چې څرخي پله پر سړک د ملي دفاع وزارت تعلیمي مرکز ته څېرمه موقعیت لري، تر لاسه کولای شئ او آفرونه د (1444/9/5) ه ق کال د سهار په 10:00 بجې دغه وزارت ته تسلیم کړﺉ، انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي. د افرونو د پرانیستلو وخت: د (1444/9/5) نېټه د سه شنبه ورځ سهار 10:00 بجې د تدا رکاتو ریاست د غونډ وتالار. یادونه: که چېرې د روان کال په (1444/9/5) نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکې ورکولو پروسه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅود کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې  د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د (16) ولایتونو لپاره د پرزو، ټایرونو او بېټریو د چمتو کولو او تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (16) ولایتونو لپاره د پرزو، ټایرونو او بېټریو د چمتو کولو او تدارک پروژه (د وسایطو او ماشینرۍ ترمیمات د یوې واحدې منبع . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو ( د خواف - هرات د اوسپنې پټلې د درېیمې قطعې د (DMR) مخابراتي سیستم د بشپړولو، چمتو کولواو تدارک پروژې)  چې  MOPW/1404/G . . .

Back to tenders