داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا:

Publish Date

Closing Date

د کابل - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د زاړه نورک پُل د بیارغونې پروژه لپاره ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د (زاړه نورک) پل د بیا رغونې په پروژه کې ګډون وکړي؛ چې د تشخیصیې نمبر یې (MOPW/1402/W-006/NCB) دی، داوطلب کسان دې خپل تړل شوي آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو په پام کې نیولو سره د قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې تر ۲۳مې نیټې د ماسپښین تر 2 بجو وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان، د سهار له 08:00 – د ماسپښین تر 04:00 بجو پورې، چې د فلش په واسطه یې ترلاسه کولای شئ. 
 د آفرونو د تسلیمۍ نېټه د ۱۴۰۲ کال د جوزا میاشتې ۲۳مه، د سه شنبې ورځ ماسپښین 02:00 بجې، چې دغه د آفرونو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه ده؛ ځنډېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي، د دغې پروژې د آفرونو د تسلیم(350,000 AFN) درې سوه او پنځوس زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي، چې شرایط یې د داوطلبۍ د معلوماتو په صفحه کې ذکر شوي دي.
د آفر پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۲، جوزا ۲۳مه، د سه شنبې ورځ، د ماسپښین 02:00 بجې.
ادرس: ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې ترڅنګ، د تدارکاتو ریاست، ټولګټو وزارت ـ کابل ـ افغانستان.
نوټ: که د شرطپاڼې او د داوطلبۍ د اعلان په متن کې توپیر شتون ولري د شرطپاڼې متن د اعتبار وړ دی.

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MO . . .

Back to tenders