داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د لوګر ولایت مرکز – بابوس، شولک – دوغ آباد – الوزي او د میدان وردګ ولایت د تنګي درې اړوند د قلعه امیر لومړی لاټ سړک چې 17.472 کیلو متره اوږدوالی لري  د بلت ډیزان پروژې) د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د شرط پاڼې سافت او تخنیکي اسناد دې د ټولګټو وزارت تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې  په تړل شوې بڼه د اعلان د نشر(20/03/1403) له نیټې د سهار تر 00 :10 بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست چې د ملالۍ واټ، د پخوانیو کورنیو چارو وزارت، د احصائې ملي ادارې ته څیرمه موقعیت لري، وړاندې کړي. وروسته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د ګرنټۍ په توګه،( 9,600,000) افغانۍ بانکي حساب دی او د آفر د پرانیستلو غونډه په (20/03/1403 ) نېټه د سهار (00 :10) بجې د ټولګټو وزارت په دریم پوړ کې د ریاست دفتر د غونډو په تالار کې ترسره کیږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټي د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو د پروژې قرارداد، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders