د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا-د کابل - ګردېز د لويې لارې د ترافيکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو دنصبولود پروژې د قرارداد خبرتیا!

kalim_admin
د قرارداد د ورکړې د تصميم خبرتيا-د کابل - ګردېز د لويې لارې د ترافيکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو  دنصبولود پروژې قرارداد خبرتیا!

د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د کابل - ګردېز د لويې لارې د ترافيکي اشارو د نصبولو، خط اچونې او د ګارد‌رېلونو  دنصبولود پروژې قرارداد چې د تېرې د کوتل نه تر سفيد سنګ پورې (000+0_200-76)، کيلو متره اوږدوالي لري، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم  د برادران شهزاد او فجر توحيد ودانيزو شرکتونو ته (17,648,000.00) افغانيو په ارزښت ورکړي.

 هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي.

...

4 میاشتې 3 اونی ago

...