د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

kalim_admin
د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر (آسفالټ) واچوي.

په همدې اساس، یاده لویه لار د ١٤٠٤ ه.ش کال د تلې (میزان) میاشتې له ۲۷مې نیټې څخه د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې تر ۶مې نیټې پورې، د (۱۰) ورځو لپاره د هر ډول وسایطو پرمخ په بشپړه توګه تړل کیږي.

 درانه هېوادوال کولای شي، چې د یادو لسو ورځو په موده کې د اړتیا پر مهال د سالنګونو لویې لارې پر ځای د بدیل مسیر (دوشي – بامیان) له لارې تګ راتګ وکړي.

ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د روان کال د میزان میاشتې په ۲۶ نیټه د شنبې ورځې د مازدیګر له ۶ بجو وروسته دې پر یادې لویې لارې له تګ راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، او د لارې د بېرته پرانیستل کېدو تر وخته دې له حوصلې څخه کار واخلي.

...

۱ میاشت 2 اونی ago

...

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۳:۲۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتي‌متره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د بې‌کیفیته تیلو د مخنیوي هیئت د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستيال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح په ملتیا، نن پنجشنبه د سالنګ له لارې له نژدې لیدنه ترسره کړه

د سړک د رغونې چارو له کتنې او له اړوندو مسئولینو سره تر تفصیلي خبرو وروسته، لاندې پرېکړې وشوې:

۱. له شمال څخه هغه لوړ ټناژ لرونکي (لس‌ټایره) ټانکرونه چې د نفت او ګاز امارتي شرکت د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۰
Background image

د سالنګونو لویې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!


دا چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري؛ د کار د چټکتیا او غوره ترسره کیدو په موخه یاده لویه لار د ۱۴۰۴ هـ. ش.  کال د زمري (اسد) مياشتې په لومړۍ نېټه د ټیلري . . .

Back to announcements