داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- لغمان ولایت، قرغه ای ولسوالۍ معشل کمر سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت اضافي موازي ملکیت د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
اعلان اجاره دهی موازی 6 جریب 7 بسوه زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع ولایت لغمان ولسوالی قرغه ای ساحه مشعل کمر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود لغمان ولایت، قرغه ای ولسوالۍ معشل کمر سیمه کې ۶ جریبه او ۷ بسوه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي،له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د دلوې  ۲۳مه نېټه، د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

۱-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

۲-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

۳-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

۴-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

۵-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

۶-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

۷-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی

د آفر پرانيستلو نېټه :  (۱۴۰۴/۱۱/۲۳) - (   ۱۰:۰۰)  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت

يادونه: که چيرې د روان کال  (۱۴۰۴/۱۱/۲۳)  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅود کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د درونټې له استحکامي پُل څخه د ګارډرېلونو د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۵۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو تدارک او نصب پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت ټولو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د هرات د روزنک سټېشن د مخابراتي سیستم د چمتو کولو، تدارک او نصب پروژې قرارداد، چې د(MOPW/1405/G-27 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت . . .

Back to tenders