د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د تېرو څو ورځو بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د غور– کابل مسیر د بادگاه او دولتیار په سیمو کې، د چهار سدې ولسوالۍ د کرګوش درې مسیر، د غور–هرات مسیر د شهرک ولسوالۍ اړوند د کمنج په سیمه کې، د جنوب د شپږو ولسوالیو لارې او همدارنګه د مرکز او مرغاب ولسوالۍ ترمنځ مسیر د سېلابونو د راوتلو له امله موقتاً تړل شوي دي.

د کابل–جلال‌آباد لویه لاره هم د تنگي غارو په سیمه کې د غر ښویېدو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت ولایتي ټیمونو د بندو لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې په ټولو سیمو کې پیل کړې دي او تر دې دمه یې ډېری تړلې لارې بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستې دي، او د پاتې لارو د پرانیستلو هڅې لا هم روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې تیره ورځ د پرروان – بامیان مسیر د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو کې، د بامیان – میدان وردګو مسیر د حاجګک او اونۍ کوتل په سیمو کې په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې وو، چې دا مهال پاک کاري او بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي دي.

ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د بندو لارو د بیا پرانیستل کېدو تر رسمي خبرتیا پورې دې، د یادو مسیرونو پر لور له سفر څخه  ډډه وکړي.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د تېرو څو ورځو بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د غور– کابل مسیر د بادگاه او دولتیار په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د  تېرو څو ورځو دوامداره بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله په ځینو ولایتونو کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته شوې دي.

د سمنګان ولایت د دره‌ صوف . . .

Back to announcements