د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

kalim_admin
د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د دې مسیر د پاک‌کارۍ چارې پیل کړې وې او نن سهار یې د لارې پاک‌کاري بشپړه کړه؛ خو د ډبرو د پرله ‌پسې راښوویېدو له امله، لا هم د خوندي تګ راتګ زمینه نه ده برابره شوې.

د ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو غوښتنه کوي، تر څو د یادې لارې د پرانیستلو تر رسمي خبرتیا پورې د دې لارې پر لور له سفر څخه ډډه وکړي.

په همدې حال کې، د کنړ نورستان مسیر، د سمنګان روی دوآب مسیر او د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ د دره کرګوش مسیر لا هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي او د دغو لارو د بیا پرانیستلو چارې په جدي ډول جریان لري.

د ټولګټو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د دې وزارت عملیاتي ټیمونه په ټول هېواد کې حضور لري او د خلکو د خدمت لپاره بشپړ چمتووالي کې دي.

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۰
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د تېرو څو ورځو بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په غور ولایت کې د غور– کابل مسیر د بادگاه او دولتیار په . . .

Back to announcements