داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د قرغۍ او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د ترمیم او داغ‌ګیرۍ لپاره د درې قلمه ساختماني موادو (مایع قیر، جغل او لرګي) د تهیه او پېرلو پروژه

kalim_admin
 داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د قرغۍ او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د ترمیم او داغ‌ګیرۍ لپاره د درې قلمه ساختماني موادو (مایع قیر، جغل او لرګي) د تهیه او پېرلو پروژه

Publish Date

Closing Date

ټولو داوطلبانو ته خبر ور کول کیږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري،چې د لغمان ولایت د قرغۍ او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د ترمیم او داغ‌ګیرۍ لپاره د درې قلمه ساختماني موادو (مایع قیر، جغل او لرګي) د تهیه او پېرلو پروژه، چې د داوطلبۍ شمېره یې (MOPW/1405/G-17/NCB) ده، د ضیاء عثمان تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې د (107809) ګڼې جواز لرونکی دی او آدرس یې د کابل ښار، لسمه ناحیه، شهرنو کې دی، د (2,695,200) دوه میلیونه، شپږ سوه پنځه نوي زره او دوه سوه افغانیو په ټولیز ارزښت، د تدارکاتو قانون له احکامو سره سم ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (7) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغې چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۲۷
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل – هرات پر عمومي لویه لاره، د هلمند د دوراهي څخه تر سنګیلان پورې، د هلمند ولایت په سیمه کې د ترافیکي نښو او ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – هرات پر عمومي لویه لاره، د هلمند د دوراهي څخه تر سنګیلان پورې، د هلمند ولایت په سیمه کې د ترافیکي نښو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۲۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندهار – هرات پر عمومي لویه لاره د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کندهار – هرات پر عمومي لویه لاره د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، چې د فراه ‌رود له دوراهي څخه د صفر (۰+۰۰۰) کیلومتر په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۲۱
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلیو د ساتنې اوڅارنې د وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلیو د ساتنې اوڅارنې د وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو پروژې د داوطلبۍ په . . .

Back to tenders