داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره پل د جوړولو پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی-  پروژه اعمار پل تنگی ولایت ارزگان بطول ۵۰ متر

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د ارزګان ولایت د تنګي سیمې د ۵۰ متره  پل د جوړولو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو نرمه کاپي د ملي تدارکاتو محترمې ادارې له وېب‌پاڼې، د افغانستان د پرانیستي برېښنايي تدارکاتي سیستم (https://tenders.ageops.af) له لارې ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له مندرجو شرایطو او د تدارکاتو له نافذه اصولو سره سم، په تړلو پاکټونو کې، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۸ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت سړک، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

هغه آفرونه چې له ټاکلي وخت وروسته ورسېږي او یا هم د انټرنېټ له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۴/۸ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د مرکزي ودانۍ په جومات کې ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټي د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د باغ مبارک څخه تر جرم پورې د خاش ولسوالۍ له لارې د سړک استنادي دېوالونو او . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۸
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت د برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د ودانۍ جوړولو د پروژې قرارداد، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

Back to tenders