داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترازوګانو د چارو د تنظیم محترم ریاست د اړتیا وړ د پخلنځي د ۳۶ قلمه وسایلو او دفتري لوازمو د تدارک پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه تهیه و تدارک 36 قلم وسایل آشپز خانه و لوازم دفتری مورد ضرورت ریاست محترم تنظیم امور ترازوها بابت سال مالی 1405

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ترازوګانو د چارو د تنظیم محترم ریاست د اړتیا وړ د پخلنځي د ۳۶ قلمه وسایلو او دفتري لوازمو د تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د (MOPW/1405/G-35/NCB)تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

آفرونه به د ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین:

د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۵/۱ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۱/۵ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني استنادي دېوالونو او ویجاړ شوي سړک‌ د فرش ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني، استنادي دېوالونو او ویجاړ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو پروژه

په همدې وسیله ټولو ته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلۍ  د ساتنې او څارنې د وسایلو او تجهیزاتو د تدارک او پېرلو . . .

Back to tenders