داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د پکتیا ولایت اړوند د کابل - ګردېز پر مسیر، د ګارډرېل د نصبولو پروژه

kalim_admin
نصب گاردریل در مسیر گردیز- کابل ولایت پکتیا

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د پکتیا ولایت اړوند د  کابل - ګردېز پر مسیر، د ګارډرېل د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ګردېز–کابل سړک له ۰+۰۰۰ کیلومترۍ څخه تر ۱۳+۶۰۱ کیلومتره پورې غځېدلې ده، ګډون وکړي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان د برېښنايي او پرانیستو تدارکاتو له وېبپاڼې (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهرشوې او سربسته بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري تر ۱۲مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري په ۱۲مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د مقر په جومات کې  ترسره کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۲
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MO . . .

Back to tenders