داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه د مؤجل مطلقې بیع له مخې

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی - پروژه تهیه و تدارک لوازم و وسایل سیستم سولر و وصل ان درساحه ترازو های مرکز و ولایت مورد ضرورت سال مالی 1405 ریاست تنظیم امور ترازو ها به اساس بیع مطلق موجل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تلو  چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه ، چې د   (MOPW/1405/G-45/NCB)  تشخصیه نمبر لرونکې ده، د مؤجل مطلق بیع د قرارداد له مخې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي،  ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر شوي او سربسته آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، له ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي چې شرطپاڼه د فلش یا مېمورۍ له لارې ترلاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل د۱۴۰۵/۵/۱۵نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې ټاکل شوې ده. له ټاکلي وخت وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۵/۱۵نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجې

 

د آفر پرانیستلو ځای: د ټولګټو وزارت ودانۍ

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵/۵/۱۵نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدغه اعلان کې ذکر شوې پته او وخت  ترسره شي.

...

11 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۳۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ارزګان ولایت د پل سراب د ۴۰ متره اوږد پله د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکوي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د ارزګان ولایت د پل سراب  د ۴۰ متره اوږد پله د جوړولو پروژې قرارداد، چې د  (M . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل – بامیان سړک پر مسیر د ګردن‌دیوال په ساحه کې د استنادي دېوال د ترمیمولو او بیارغونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د تلو چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د تدارک او نښلولو پروژه د مؤجل مطلقې بیع له مخې

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د تلو  چارو د سمون ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو د تلو په ساحه کې د ۱۴۰۵ مالي کال د اړتیا وړ سولر سیستم او وسایلو د . . .

Back to tenders