داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خوست ولایت کوټي شمل، باري خیلو، میداني، ډاډوال، ذکو خیلو ، بدي خیل، سیګي، تڼیو کوچیانو، باک ولسوالی پلونو ترمیم او تحکیم کاري پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خوست ولایت کوټي شمل، باري خیلو، میداني ډاډوال، ذکو خیلو ، بدی خیل، سیګی، تڼیو کوچیانو، باک ولسوالی پلونو ترمیم او تحکیم کاري پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له (https://tenders.ageops.af ) وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۱ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۵/۲۱ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.
