د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ترمیماتو پروژه له 000+0 تر 500+19 او له 500+27 تر 000+67 کیلومتره پورې
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ترمیماتو پروژه له 000+0 تر 500+19 او له 500+27 تر 000+67 کیلومتره پورې د هلمند ولایت د ټولګټو ریاست د مسؤلیت په ساحه کې راځي د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-063/NCB ) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د نیک نصیب ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ( 64717) ده او د هلمند مرکز لشکرګاه ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 57,746,617) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
