د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ لپاره د یوې ژورې څاه د کیندلو او اړوندو ملحقاتو پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ لپاره د یوې ژورې څاه د کیندلو او اړوندو ملحقاتو د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/W-083 /NCB تشخصیه نمبر لرونکی ده، د تدارکاتو د اصولو له مخې دې فرحان عمیر انجینرۍ او ساختماني شرکت ته، چې جواز شمېره یې (105399) ده او ننګرهار ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې(330,300) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
