د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کي د يوه ۴۵ متره پُل رغنیزې چارې ۳۰ سلنه کارې پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۱:۴
د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کي د يوه ۴۵ متره پُل رغنیزې چارې ۳۰ سلنه کارې پرمختګ لري

دا اوسپنیز کانکریټي پُل چې ۴۵ متره اوږدوالی او ۱.۲۴ کیلومتره نښلونکی جغلي سړک لري، د میدن وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په جان خان کلي کې جوړیږي، چې تر دې مهاله يې رغنیزې چارې له ۳۰ کاري پرمختګ سره دوام لري.

د یادې پروژې د رغونې کار د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د سید آباد ولسوالۍ د جان خان کلي په ګډون د ګڼو نور کلیو د اوسېدونکو د تګ ـ راتګ ستونزې هوارې شي، همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې به د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۶۵۰ کاري ورځې هم رامنځته کړي.
 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید عامه معرفی شد

بر اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۲۳۷۸) مورخ (۲۵/۴/۱۴۴۸) مقام عالی ریاست‌الوزراء، محترم انجنیر محمد اکبر فایق در بست دوم  به‌ حیث رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

کار بازسازی سرک بندر شیخ ابونصر فراهی به طول ۶۴ کیلومتر آغاز شد

کار بازسازی  سرک میل ۷۸ (ابونصر فراهی) ولایت فراه به طول ۶۴ کیلومتر، از سوی جمهوری اسلامی ایران در همآهنگی با وزارت فواید عامه ا.ا.ا، روزگذشته با حضور محترم ملا محمد حافظ مجاهد، والی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

کار ترمیم فرش سرک شاهراه بادغیس – هرات به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیم فرش سرک و ساخت دیوارهای استنادی شاهراه بادغیس – هرات، از ساحه قلعه‌نو - بازار لامان ولایت بادغیس را به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با حضور. . .

BACK TO NEWS