ټولګټو وزارت د تیرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۹:۷
ټولګټو وزارت د تیرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ

ټولګټو وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې وړاندي کړ، په دې خبرې کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال انجنیر عبدالقیوم ځاځی او د دې وزارت مالي او ادارې مرستیال محمد حامد محبي ګډون کړی وو. په دې خبرې کنفرانس کې د ټولګټو وزارت تخنیکې مرستیال ښاغلي انجنیر عبدالقیو ځاځي وویل چې ټولګټو وزارت توانیدلی ترڅو په تیرو شپږو میاشتو کې له اختیاري بودیجې څخه په ګټې اخیستنې سره ۱۴۰ کیلومتره عمومي سړک په خوست، کندهار، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، غور، پروان او کابل ولایتونو کې ورغوي همدارنګه په تیرو شپږو میاشتو کې په خوست، کندهار، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، غور، پروان، کابل او لوګر ولایتونو کې ٨٩ کیلومتره کلیوال سړک هم جوړ کړي چې لګښت یې له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی او ۶۵ کیلومتره نور کلیوال سړک به په راتلونکې پنځو میاشتو کې ورغوي پر دې سربیره ټولګټو وزارت په تیرو شپږو میاشتو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې ۱۴۲ کیلومتره سړک او پلونه سروې او ډیزاین کړي او ۲۲۷ کیلومتره سړک د ډیزاین په حال کې دی چې تر راتلونکو پنځو میاشتو به یې چارې بشپړې شي. د وزارت تخنیکې مرستیال همداراز وویل چې ټولګټو وزارت د هغو پروژو ترڅنګ چې له اختیاري بودیجې څخه تمویلیږي ګڼې هغه پروژې هم تر تطبیق لاندې لري چې مالي لګښت یې غیر اختیاري دی. په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال ښاغلي محمد حامد محبي وویل چې یاد وزارت په ۱۴۰۰ مالي کال کې باندې ١٨ ملیارده افغانۍ منظور شوي بودیجه لرله چې له ډلي یې څه باندې ۱۰ میلیارده افغانۍ اختیاري او څه باندې ٨ میلیارده افغانۍ غیراختیاري بودیجه وه چې تر دې مهاله د اختیاري بودیجې له ډلي څخه څه باندې ٥.٥ ملیارده افغانۍ مصرف شوي. هغه همداراز په ټولګټو وزارت کې د پروژو د غوره او اسانه پلي کیدو په موخه د وزارت په بیلابیلو برخو کې د PMISسیسټم له رامنځته کولو څخه خبر ورکړ او ویې ویل چې د دې سیسټم په پرمټ به د ټولو پروژو انوایسونه په انلاین بڼه تر ماليي وزارت پورې تعقیبږي او د پروژو د فزیکي پرمختګ په ګډون به د شرکتونو کارکوونکي، تجهیزات او ټول وسایل په آنلاین بڼه کنټرولیږي. ښاغلي محبي زیاته کړه چې د یاد سیسټم د پراختیا په صورت کې به د کارکونکو د وسایلو د ثبت تر څنګ د بشري منابع د بستونو، د ازموینو او نتیجو ټوله پروسه په آنلاین بڼه ترسره شي.

9 months 3 weeks ago

.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

در سال ۱۴۴۷ هـ.ق میزان انتقالات اموال تجارتی نسبت به سال ۱۴۴۶ هـ.ق ۷۷.۹ درصد افزایش یافته است

در سال ۱۴۴۷ هـ.ق، از طریق بنادر حیرتان، آقینه، تورغندی و مسیر خط آهن خواف–هرات، در مجموع  ۷ میلیون ۶۰۲ هزار ۴۱۹ متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان ۵۱۶۹۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

وزیر فواید عامه ازجریان کار قطعه چهارم خط‌آهن خواف- هرات بازدید کرد

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه‌ا.ا.ا، در ادامه‌ی سفر کاری خود به ولایات زون جنوب‌غرب کشور، پس از بازدید و ارزیابی شماری از پروژه‌های زیربنایی درین ولایات، به ولایت هرات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۱۶
Background image

کار قیرریزی سرک جلال‌آباد – تورخم آغاز و عملاً جریان دارد

کار اعمار اساسی لین دوم شاهراه جلال‌آباد – تورخم از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا با سکتور خصوصی قرارداد شده بود که اکنون عملاً جریان دارد.

این پروژه ۷۳ کیلومتر طول دارد و کار بخش‌های. . .

BACK TO NEWS