د کابل – میدان وردګ (ارغندۍ – دوراني بازار) سړک د اساسي ترمیم کار پیل شو

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۸:۴۹
د کابل – میدان وردګ (ارغندۍ – دوراني بازار) سړک د اساسي ترمیم کار پیل شو

د ټولګټو وزارت له لوري کابل – کندهار لویې لارې، د کابل  - میدان وردګ برخې د ۲۷ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم پروژې کار د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
د د کابل – میدان وردګ سړک پروژې د کار د پیل په مراسمو کې د ا.ا.ا، د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د کابل او میدان وردګ والیانو، د سوداګرۍ  او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مومند او یو شمېر قومي مخورو ګډون کړی وو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یادې پروژې اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د کابل – کندهار لویه لار ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او څلو متره د سړک غاړې لري، چې د یادې لویې لارې په اوږدو کې ۴۶ پایې پُلونه ۱۷۱۶ پایې پُلګوټي شامل دي. 
هغه همدارنګه زیاته کړه: ټولګټو وزارت دغه لویه لار د اساسي ترمیم او بیارغونې په موخه په ۷ برخو ویشلې ده، چې نن ورځ یې له ښه مرغه د کابل – میدان وردګ (ارغندۍ – دوراني بازار) برخې د قیر اچونې کار پیل شو.
د ټولګټو وزارت سرپرست همدارنګه، د هېوادولو له صبر او حوصلې څخه مننه وکړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې په دغه برخه کې له ټولګټو وزارت سره همکاري وکړي.
ورسته د یادې پروژې د پرانیستو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال  محترم ملا عبدالغني برادر د خپلو خبرو پر مهال له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل، چې څومره ژر ممکنه وي، په ښه کیفیت، پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره دې یاد سړک ورغوي هغه همدارنګه قراردادي شرکتونو ته لارښوونه وکړه، چې له خاورو او دوړو څخه د مخنیوي په موخه دې په فرعي خام سړک اوبه وشېندي؛ تر څو د سړک دواړو غاړو پراته کورونو او تلونکي مسافرو ته تکلیف ونه رسیږي. 
د یادونې وړ ده، د کابل – کندهار لویې لارې د دغې برخې (ارغندۍ – دوراني بازار) د بیارغونې چارې د ټولګټو وزارت د فني او تخنیکي پرسونل او دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو له لوري د شاوخوا اته سوه میلیونه افغانیو په ارزښت پر مخ وړل کیږي.
د کابل – کندهار لویه لار د هیواد یو له مهمو لویو لارو څخه ده، چې په بیارغېدو سره به د هېواد له جنوب څخه مرکز او بیا شمال ته د سوداګرۍ، ترانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. 

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

رئیس عمومی اداره راه آهن به‌منظور اشتراک در نشست منطقه‌ای سازمان همکاری‌های اقتصادی (ایکو) عازم قزاقستان شد

محترم الحاج مولوی عبدالکریم فاتح، رئیس عمومی اداره راه آهن ا.ا.ا، در رأس یک هیئت تخنیکی، به‌منظور اشتراک در نشست منطقه‌ای سازمان همکاری‌های اقتصادی(ایکو)، عازم کشور قزاقستان شد.

قرار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید عامه معرفی شد

بر اساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و حکم شماره (۲۳۷۸) مورخ (۲۵/۴/۱۴۴۸) مقام عالی ریاست‌الوزراء، محترم انجنیر محمد اکبر فایق در بست دوم  به‌ حیث رئیس جدید تضمین کیفیت پروژه‌های وزارت فواید. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

کار بازسازی سرک بندر شیخ ابونصر فراهی به طول ۶۴ کیلومتر آغاز شد

کار بازسازی  سرک میل ۷۸ (ابونصر فراهی) ولایت فراه به طول ۶۴ کیلومتر، از سوی جمهوری اسلامی ایران در همآهنگی با وزارت فواید عامه ا.ا.ا، روزگذشته با حضور محترم ملا محمد حافظ مجاهد، والی. . .

BACK TO NEWS