د تولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د څلورو ساتنې او څارنې پروژو کار د څه باندې ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۷
د تولګټو وزارت له لوري په کاپیسا ولایت کې د څلورو ساتنې او څارنې پروژو کار د څه باندې ۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شو

د تولګټو وزارت لخوا په کاپیسا ولایت کې د ساتنې او څارنې د څلورو  پروژو کار د يو شمير سېمه اییزو مسولینو په شتون کې پیل شو.
د دغو پروژو کار د ټولګټو وزارت لخوا د څلورو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره ۹۴۶۷۷۸۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې لګښت یې د دغه وزارت لخوا ورکول کیږي.

۱ـ لومړی پوژه د دغه ولایت له ګلدان سېمې څخه پیل تر ګلبهار پل پورې، د  ۱۶ کیلو متره سړک د فرش، استنادي دیوال او د تګاب ولسوالۍ د لوؤتناژ تلې د سړک د ترمیم کاردی چې د (۳۶۵۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د کلستان دایکندي ودانیز او سړک جولونې شرکت سره قرارداد شوی چې د ۴ میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ شي.
۲- له ګلدان چوک څخه تر احمد بیک تپې پورې د ۶ پایو پلګوټو او استنادي دیوال د ترمیم کار دی چې د ترمیم کارې د دغه وزارت  لخوا د ( ۱۹۹۴۰۰۰) افغانیو په ارزښت د عبد الصبور مجیدي ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوی چې په ۳ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
۳- له تپه احمد بیک تر شینکی دوه لارې پورې د ۴ پایو پلګوټو د ترمیم کار چې د دانیالمیتد له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د (۱۹۹۴۱۰۵) افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې د ۳ میاشوتو په موده کې به یې چارې پای ته ورسږي.
۴-  د ولایت مقام څخه تر پل صیاد، له ماچي تر ده بابا علی او له ګلدان سیمې څخه تر شنکي دولارې او تګاب ولسوالۍ پورې د سړک د غالۍ، دترمیم کار دی چې د کاپیسا ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل  لخوا یې چارې  د( ۱۸۲۹۶۷۸) افغانیو په ارزښت پر مخ وړل کیږي چې په ۳ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.
د یادونې وړده چې د دغو پروژو د کار له بشپړيدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

1 year 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

کار بازسازی سرک بندر شیخ ابونصر فراهی به طول ۶۴ کیلومتر آغاز شد

کار بازسازی  سرک میل ۷۸ (ابونصر فراهی) ولایت فراه به طول ۶۴ کیلومتر، از سوی جمهوری اسلامی ایران در همآهنگی با وزارت فواید عامه ا.ا.ا، روزگذشته با حضور محترم ملا محمد حافظ مجاهد، والی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

کار ترمیم فرش سرک شاهراه بادغیس – هرات به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی آغاز شد

کار ترمیم فرش سرک و ساخت دیوارهای استنادی شاهراه بادغیس – هرات، از ساحه قلعه‌نو - بازار لامان ولایت بادغیس را به ارزش بیش از ۳۱.۷ میلیون افغانی، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

معین حفظ و مراقبت سرکهای وزارت فواید عامه با معاون والی لوگر دیدار کرد

محترم الحاج مولوی محمد اسماعیل غزنوی، معین حفظ و مراقبت سرکهای وزارت فواید عامه ا.ا.ا، با محترم مولوی انعام الله صلاح الدین، معاون والی ولایت لوگر در دفتر کاری خود دیدار نمود و پیرامون. . .

BACK TO NEWS