د بغلان ولایت د یو شمېر نښلوونکو سړکونو پاک کاري جریان لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۴
د بغلان ولایت د یو شمېر نښلوونکو سړکونو پاک کاري جریان لري

د بغلان ولایت اړوند یو شمېر نښلونکي مسيرونه، چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې رسوبي مواد د سړک مخې ته را ښویدلي وو دا مهال یې د پاکولو کار په شدت سره جریان لري.
د بغلان ولایت د ټولګټو ریاست په کاري ټیم او ماشینرۍ سربېره د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني د سمنګان، کندز او تخار ولایتونو د ټولګټو رياستونو کاري ټیمونه او ماشینري دیاد ولایت د نښلونکو سړکونو د پاکولو په موخه هم بغلان ولایت ته لیږلي دي، ترڅو خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې بشپړي آسانتیا وې رامنځ ته کړي.
دغه راز د بغلان ولایت په ځینو مسیرونو کې د سیلابي موادو( خاورو او رسوباتو) حجم ډېر دی؛ دغه وزارت شپه او ورځ هڅه کوي چې ژر تر ژره د یاد ولایت نښلونکي سړکونه د سېلابونو له رسوباتو څخه پاک کاري کړي.
د یاد ولایت اړوند د ګذرګاه نور او جلګه ولسوالیو مسیرونو پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري او د سېلابونو له امله نور بند مسیرونه د ټولګټو وزارت کاري پرسونل لخوا پاک کاري شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دهېوا په ځینو نورو ولایتونو بامیان، غور، کاپیسا، نورستان، سرپل، سمنګان او تخار ولایتونو کې د ورستیو سیلابي مواد پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري.

2 months 1 week ago

.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

کار ترمیم و سیلینگ کاری شاهراه کندوز – تخار به ارزش ۳ میلیون افغانی آغاز شد

از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا کارترمیم و سیلینگ کاری شاهراه کندوز – تخار به ارزش ۳ میلیون افغانی با حضور داشت محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل رئیس فواید عامه ولایت کندوز، ، مسئولان محلی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کار ترمیم پل ثوری در ولایت فاریاب به ارزش بیش از ۳.۷ میلیون افغانی آغاز شد

از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا کار ترمیم پل تخریب شده ثوری ولسوالی قیصار ولایت فاریاب مربوط مسیر بادغیس – میمنه با حضور داشت محترم الحاج مولوی حمیدالله دانش رئیس فواید عامه این ولایت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱۱
Background image

در هفته گذشته از طریق خط آهن (۱۳۶۲۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

در هفته گذشته از تاریخ (۲ الی ۸ عقرب، سال ۱۴۰۴ هـ.ش.) از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۱۳۶۲۲۷) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۹۷۶۳۷) تُن. . .

BACK TO NEWS